افغانستان: پر موسيقۍ بندېز د ودونو خوند پیکه کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په هوټلونو يا سالونونو کې په ودونو کې پر موسيقۍ غږولو بندېز لګولی چې له کبله يې نه يوازې د ودونو خوند رنګ پیکه شوی بلکې د سالونونو خاوندان يې هم له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي. په هرات کې په دې وروستيو کې د دوو وروڼو د ودونو په مراسمو کې د موسیقۍ پرځای نعتونه وغږول شول. دغسې بندېزونو هغه پېغلې او ځوانان اندېښمن کړي چې غواړي خپل ودونه په ډېر خوند جوړ کړي.