روسیو ځواکونو پر یوه ګاډي په برید کې دوه زاړه کسان وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

روسیو ځواکونو د یو معذوره اوکرایني زوړ کس او زړې ښځې پر موټر د ټینک له لارې ډزې دي چې پکې دواړه وژل شوي دي. د مشال رېډیو د خبرونو مرکزي څانګې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې پکې ښکاري چې روسي ځواکونه د فبرورۍ پر ۲۸مه پر یو موټر له ټینکه ډزې کوي. د کیېف د دفاع رضاکار ځواکونه چې د پېښې ځايې ته رسېدلي، وايي چې ښځه او مېړه د ژوند تر اخري سلګۍ یو ځای پاتې شول. روسیې د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین یرغل وکړ چې پکې تر اوسه په سلګونو خلک وژل شوي او په لکونو بې کوره شوي دي. ویډیويي رپورټ.