بایډن: روسیه به پر اوکراین د حملې له وجې ډېره زیانمنه شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

امریکايي ولسمشر جو بایډن کانګرس ته د وفاقي حکومت د حالت په اړه په خپله کلنۍ وینا کې پر اوکراین د روسیې د حملې غندنه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې له خپلو ملګرو سره په ګډه پر روسیې یوشمېر بندیزونه لګولي چې له وجې به یې هغه هېواد د اربونو ډالرو له تاوان سره مخامخ شي. روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او ویې ویل چې د دې کار موخه هغه هېواد "بې وسلې" کول دي. د بایډن د وینا په اړه تفصیل د اسوشيېټېډ پرېس او فرانس پرېس اژانس د ویډیوګانو پر اساس په جوړ رپورټ کې.