د عمران خان پرضد د حزب اختلاف د عدم اعتماد تحریک ګام څومره جدي دی؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان حزب اختلاف د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او پیپلز پارټۍ مشران نه يوازې په خپلو کې ناستې ډېرې کړي بلکې د واکمن تحريک انصاف له متحدينو سره هم ليده کاته کوي. د حزب اختلاف د دې هلو ځلو په ځواب کې تحريک انصاف او خپله وزیراعظم عمران خان هم له اتحاديانو سره ملاقاتونه پیل کړي دي. پوښتنه دا چې د حزب اختلاف له خوا د عمران خان پرضد د عدم اعتماد اقدام څومره جدي دی او ایا دې وزیراعظم پرېشانه کړی دی او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.