په کییف کې پر یوه ودانۍ د توغندي لګېدل کیمرې رېکارډ کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې د روسيې ځواکونه د اوکراين سرښار کییف محاصره ټینګوي، یوې څارګرې کیمرې د خلکو د استوګنې پر یوه ګڼ پوړیزې ودانۍ د توغندي لګېدل رېکارډ کړي دي. روسې د فبرورۍ په ۲۴ مه په یوکرېن یرغل کړی او دا ویډیو د فبرورۍ پر ۲۶ مه رېکارډ شوې ده چې رویټرز اژانس خپره کړې. د مشال رېډیو د خبر د مرکزي څانګې یو خبریال د پېښې ځای ته ورغلی او له سیمې د سترګو لیدلی حال راکوي.