د افغانستان د ملي امنيت مخکیني سلاکار ويلي چې کابل ته د ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې "بې اساسه" دي.
حمدالله محب د فبرورۍ پر ۲۰مه له اشرف غني سره د یوه ګډ عکس په خپرولو پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي "ولسمشر غني تل د افغانانو لپاره پر یوې داسې تلپاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه پکې تر پښو لاندې نه شي."
نوموړې زیاته کړې چې اشرف غني اوس هم د ولس د "خیر" لپاره د داسې "اساسي بحث" ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړيو استازیتوب پکې وي.
کابل ته د ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي. ولسمشر غني تل د ټولو افغانانو لپاره پر یوې داسې تل پاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه په کې تر پښو لاندې نه شي. ولسمشر غني اوس هم د ولس د خیر لپاره د داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي pic.twitter.com/ufyqb5zXnL
— Hamdullah Mohib (@hmohib) February 20, 2022
حمدالله محب داسې وخت کابل ته د ښاغلي غني د ستنېدو خبرې بې بنسټه بللې چې څو ورځې مخکې د نوموړی ورو حشمت غني له المان غږ ټېلېوېژن سره په مرکه کې په دې اړه ځینې څرګندونې کړې وې.
نوموړي دا مرکه په وروستيو کې له اشرف غني سره په متحده عربي اماراتو کې تر کتنې وروسته کړې وه. هغه ادعا کړې وه چې له ځينو کړيو سره د اشرف غني د ستنېدو په اړه خبرې روانې دي چې پکې دی هم ښکېل دی.
پرځول شوي ولسمشر غني د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه نېټه هغه مهال د حمدالله محب په ګډون له خپلو نورو همکارانو سره له افغانستانه ووت چې کله طالبان د کابل دروازو ته ورسېدل. نوموړی دا مهال د متحده عرب امارات په ابوظهبۍ ښار کې ژوند کوي.
اشرف غني خپله د محب او د خپل ورور حشمت غني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.