بايډن: امریکا به قطر د ناټو له غړیتوبه بهر یو مهم اتحادي ګرځوي

د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني (کيڼ) د امريکا له ولسمشر جو بايډڼ (ښی) سره په سپينه ماڼۍ کې د ليدنې پر مهال (جنوري ۳۱مه)

د امریکا ولسمشر جو بایډن ويلي چې قطر به د ناټو له غړیتوبه بهر یو مهم اتحادي ګرځوي.

بايډن د جنورۍ پر ۳۱مه د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني په سپینه ماڼۍ کې مېلمه کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې د روس لخوا پر اوکراین د ممکنه برید په نتیجه کې په اروپا کې د توانايي د ممکنه کمښت د پوره کولو لپاره امریکا د ګازو له دغه غني هېواده د مرستې تمه لري.

امریکا دا ځانګړی حيثیت له ناټو بهر هغو اتحادیانو ته ورکوي چې له پوځ سره یې نېږدې سټراټیجیکي کاري اړیکې لري.

قطر په نړۍ کې د مایع قدرتي ګیس پیدا کوونکو مهمو هېوادونو کې شامل دی او امریکا هیله لري چې که د اوکراين د شخړې له وجې یورپ ته د ګیس رسد له ستونزو سره مخامخ شي، نو قطر له اروپايي هېوادونو سره په دې لړ کې مرسته کولای شي.

قطر تېر کال (۲۰۲۱ز) له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې مرکزي رول لوبولی چې پکې یې د امریکا په مشرۍ د اتحادي ځواکونو او امریکايي وګړیو په ویستلو کې مرسته کړې ده.

دا راز په قطر کې د منځني ختیځ تر ټولو لوی امریکايي پوځي اډه شته او په افغانستان کې د جنګ د خاتمې لپاره یې له طالبانو سره د امریکا د روغې جوړې په خبرو کې هم مهم کردار تر سره کړی دی.