د کورونا وایرس اوميکرون بڼې پر ضد د نوو واکسینو ازموینې پيل شوې

د ايټلي په روم کې يوې مېرمنې ته د ماډرنا واکسین کيږي

امریکايي شرکت ماډرنا وايي چې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې لپاره یې د یوه واکسین ازموینې پیل کړې دي.

دغه شرکت دا اعلان د جنورۍ په ۲۶مه تر هغې یوه ورځ وروسته وکړ چې فایزر او بایواېنټېک شرکت هم د اومېکرون بڼې پر وړاندې د مقاومت په موخه د واکسین د ازموینو پیلولو اعلان وکړ.

ماډرنا ویلي، د دویمې مرحلې په ازموینه کې به هغو بالغانو ته د وایرس د اومېکرون بڼې لپاره د ځانګړي واکسین اضافي ستن لګوي چې وار له مخه په تېرو لږ تر لږه شپږو میاشتو کې بشپړ واکسین شوي دي.

یوه بله ډله بالغان چې درېیمه اضافي ستن یې لګولې، به د اومېکرون بڼې لپاره د واکسینو څلورم خوراک اخلي. په دې ډول به د اومېکرون بڼې په نښه کوونکی دا واکسین د درېیم او څلورم خوراک په توګه ارزول کېږي. اصلي واکسینونه خلک له مړینې او سختې ناروغۍ څخه په ښه ډول ساتي خو هومره موثره نه دي چې په تېزۍ په خپرېدونکې اومېکرون بڼې د خلکو د وړجنېدو مخه ونیولای شي.څېړنې ښيي چې اضافي ستن د خلکو تحفظ لا قوي کوي.

ماډرنا شرکت په نیو انګلېنډ طبي ژورنال کې د خپرې شوې وړې څېړنې پایلې هم اعلان کړې چې پکې راغلي چې تر اضافي ستن شپږ میاشتې وروسته په وجود کې د اومېکرون بڼې پروړاندې پیدا شوې کیمیاوي مادې خورا کمېږي خو په بدن کې موجودې وي. څېړنه ښيي چې د درېیم خوراک له وجې د شپږو میاشتو په موده کې خلک په ښه ډول له وایرسه خوندي وي.