د روڼتیا نړيوال سازمان رپورټ د عمران خان د درغلۍ ضد سياست ته ضربه؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې له هغه وروسته سیاست زیات تود شوی چې د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د روڼتيا نړيوال سازمان (ټراسپېرنسي انټرنېشنل) په خپل نړيوال کلني رپورټ کې وويل چې په پاکستان کې په ۲۰۲۱ز کال کې د نورو کالونو په پرتله درغلي يا کرپشن زيات شوی دی. د درغلۍ پرضد مبارزه هغه مهمه نکته وه چې له کبله يې وزيراعظم عمران خان په واک کې راغلی وو. خو د شفافيت نړيوال سازمان دې تازه رپورټ د عمران خان سیاست له يو نوي چېلنج سره مخامخ کړی. پوښتنه دا ده چې دې رپورټ د عمران خان د درغلۍ پرضد سياسي بیانيې ته څومره ضربه رسولې ده؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوي دي.