په لندن کې له افغان هنرمندانو سره د مرستې لپاره کنسرټ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بریتانيا په لندن ښار کې وتليو افغان، ايراني او پاکستاني نژاده موسيقارانو له هغو افغان هنرمندانو سره د مرستې لپاره کنسرټ کړی چې دا مهال په افغانستان کې بند پاته دي. د اګست په مياشت کې د طالبانو پر کابل تر واکمنېدو وروسته په هغه هېواد کې پر موسیقۍ بندیز لګېدلی او يو شمېر افغان سندرغاړي او هنرمندان له افغانستانه وتلي دي. خو په هېواد کې پاته موسيقاران نه يوازې له سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي بلکې په وتلو کې هم مشکلات لري. په دې اړه د فرانس پريس اژانس ويډيويي رپورټ وګورئ چې عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.