په هرات کې چاودنې ۷ کسان وژلي دي

چاودنه پر يو مسافر وړونکي موټر شوې ده

د افغانستان په هرات ښار کې یوې چاودنې ۷ ولسي وګړي وژلي او لس نور یې ټپي کړي دي.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو یوه مشر ثابت هروي د جنورۍ په ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې چاودنه ماښام مهال پر یوه مسافر وړونکي موټر د مقناطیسي بم په وسیله شوې ده.

د دې ولايت د سیمه ییز روغتون چارواکو مشال راډيو ته ويلي‌چې دوی ته ۷ مړي او نهه ژوبل کسان وروړل شوي دي. دا چاودنه په حاجي عباس محله کې شوې چې تر ډېره پکې شيعه ګان مېشته دي.

د روغتون یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې په وژل شویو کې ۴ ښځې او ۳ نارینه دي. تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.