کابل کې يوشمېر افغان مېرمنو کارونه له لاسه ورکړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې په سلایي مرکزونو کې د طالبانو تر راتګ وړاندې په زرګونو ښځو کار کاوه. د دغو ښځو په وينا دا د دوی لپاره یو اسانه کار وو. په کابل کې په هم داسې یو سلایي مرکز کې کارکوونکې افغان مېرمنې وایي چې دوی د دې کار له لارې د خپل کور ټول لګښتونه پرې کوي خو د طالبانو په واک کې له راتلو سره یې ډېريو ملګرو کار پرېښود. نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې وګورئ چې فرخند اسد پښتو کړی دی.