کوټه کې د روغتیاپالانو لاریون پرمهال تاوتریخوالی او ګرفتارۍ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ځوانو ډاکترانو سازمان وايي، د جنورۍ پر ۱۲مه یې د احتجاجي لاریون پر مهال پولیسو لسګونه ډاکتران او روغتیاپالان نیولي دي. سازمان وايي، د تاوتریخوالي او اخ و ډب په پېښو کې شاوخوا ۱۰ روغتیاپالان ژوبل هم شول. د سازمان په خبره، احتجاج یې سوله ییز وو او روغتیاپالان د اعلا وزیر دفتر پر لوري روان ول چې پولیسو ووهل. خو پولیس وايي، مظاهرچیانو د قانون سرغړونه کړې وه نو ځکه یې ګرفتار کړل. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.