کراچۍ کې د شنو شمشتو شمېر په زیاتېدو دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېند صوبې د ځنګلي ژویو څانګې چارواکي وايي چې د پخوا په نسبت اوس د کراچۍ پر ساحلو په زیات شمېر کې شنې شمشتۍ (سکو) لیدل کېږي. دوی وايي چې د کوويډ-۱۹ له کبله لګېدلي بندیزونه د دې لامل شو چې زیات شمېر شمشتیو د اوبو غاړو ته مخه کړې ده. د محکمې چارواکي وايي، دوی د دغو شمشتو د زیات شمېر هګیو افزایش کړی او هیله لري چې په راتلونکي کې دغه شمېر زیات شي. نور حال په دې ویډیو کې. ویډیو: رویټرز   ایډیټ او راپور: ملیحه امیرزاده