د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان هرکلی کړی، خو ویلې یې دي، ډېر څه نور باید ترسره شي.
ویسټ پر خپله ټویټرپاڼه د فرمان د هغې برخې یادونه کړې چې د واده په اړه د ښځې رضایت په کې تامین شوی او دا حق ورکړل شوی چې له چا سره واده وکړي.
Welcome today’s decree reinforcing a woman’s right to determine if & whom she marries. At the same time, much more is needed to ensure women’s rights in every aspect of Afghan society including schools, workplaces, politics and media.
— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) December 3, 2021
ویسټ یادونه کړې چې په دې برخه کې نور کار ته اړتیا شته او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ښوونځیو، کارځای، سیاست او رسنیو په ګډون د ټولنې نورو برخو کې هم د ښځو حقونه رعایت کیږي.
ملاهبت الله اخوندزاده د ډېسېمبر پر درېیمه د ښځو او نجونو د یوشمېر حقونو په اړه فرمان ورکړ.
د دغه شپږ ماده ییز فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجلۍ رضا اړینه ده.
په یوه بله ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې ازاد او اصیل انسان دی او باید په بدو کې ورنه کړل شي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ګڼ شمېر نجونې او ښځې له تعلیم او کاره بې برخې شوې. طالبان وایي، د وخت په تېریدو به دا حقونه هم تامین شي.