د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکونې کمېټې پرېکړه وکړه چې د اوس لپاره په دې سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه طالبانو ته څوکۍ نه ورکوي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه سازمان کې د پخواني افغان دولت استازولۍ خپل کار ته دوام ورکوي. په ملګرو ملتونو کې د سوېډن استازې او د اعتبار بخښنې د نهه کسیزې کمېټې مشرې اننا کارین اینسټروم د ډېسېمبر لومړۍ نېټې (پرون) تر غونډې وروسته وویل چې دوی د افغانستان او برما په اړه پرېکړې ځنډولي دې.
بلخوا د افغانستان استازولۍ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د اعتبار بخښنې کمېټې له پرېکړې وروسته به په یاد سازمان کې خپل کار ته دوام ورکوي او غلام محمد اسحاقزی به هلته د پخواني دولت د استازي په توګه پر خپله څوکۍ پاتې وي.
دملګرو ملتونو داعتبارليکونو کميټې په خپل نننۍ غونډه کې، په ياد سازمان کې د افغانستان څوکۍ په هکله خپل پرېکړه وځنډوله. په دې توګه، دافغانستان داسلامي جمهوريت اوسنۍ نمايندګۍ به خپل کار ته دوام ورکوي.دغه کميټه به په نږدې راتلونکي کې خپل ګزارش عمومي مجمعې ته د تصويب لپاره وړاندې کړي
— Afghanistan Mission (@AfghanMissionUN) December 2, 2021
خو د ملګرو ملتونو سازمان دغې څوکۍ ته د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند محمد سهیل شاهین پر خپل ټوېټر کښلي دا پرېکړه پر انصاف نه ده ولاړه.
۱/۲د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې تېره ورځ پریکړه کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د افغانستان نوي حکومت ته نه ورکول کېږي.دا پریکړه یې په اصولو او انصاف بنا نه ده ځکه چې د افغان ولس څخه یې مشروع حق اخیستی.
— Suhail Shaheen. محمد سهیل شاهین (@suhailshaheen1) December 2, 2021
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د اعتبار ورکونې کمېټې داسې مهال دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند د باورلیک ورکول ځنډولي چې دا مهال طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي.
د سږني کال د اګست پر ۱۵مه نېټه پر کابل د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر نظام دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی کوي.
طالب چارواکو وړاندې ادعاوې کړې چې دوی په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولي لپاره ټول شرایط پوره کړي دي خو نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه یې دغه ادعاوې کافي نه بولي.
د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی. د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو بیا بیا ټینګار کړی تر هغه چې په دغه هېواد کې په بشپړ ډول بشري حقونه خوندي نه شي، ښځو او نجونو ته د تعلیم او دندو اجازه ورنکړل شي دوی به د طالبانو پر حکومت د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ سیاسي بندیزونه هم دوامداره وساتي.