په شام کې ماشومان ولې د باران ناوې کور پر کور ګرځوي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

لکه څنګه چې د پښتنو په بېلا بېلو سیمو کې د باران غوښتو لپاره بېلا بېل دودونه شته، هم دغسې د شام په کرد میشته قامیشلي ښار کې هم ماشومان د باران خواست لپاره د باران ناوې کور پر کور ګرځوي او خلک ورباندې اوبه پاشي. د دې هېواد په شمالي برخه کې د باران ناوې په نوم په کورونو د ګوډۍ ګرځولو دا دود ډېر زوړ دی چې په ختمېدو وو خو روانې وچکلۍ بیا ژوند ورکړ.