پاکستان کې د پټرول پمپونو اتحادیې د حکومت تر ډاډ وروسته هړتال پای ته رسولی

په کوټه کې خلک د پټرول اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ دي. انځور - ارشیف

د پاکستان د انرژۍ وفاقي وزير حماد اظهر ويلي دي چې د پټرول پمپونو له اتحادیې سره تر مذاکراتو وروسته يادې اتحاديې خپل هړتال ختم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له ۲۵مې په ټول پاکستان کې د پټرول پمپونو د مالکانو اتحادیې د هړتال اعلان کړی وو.

حماد اظهر د نومبر پر ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې له يادې اتحاديې سره په مذاکراتو کې پر دې سلا شوې چې حکومت به د پټرول پمپونو مالکانو د ګټي شرح يا (ډيلر مارجن) په ليټر کې ۹۹ پیسې زياتوي او دا به د کابينې تر منظورۍ وروسته عملي کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د پټرول پمپ اسوسییېشن جنرل سیکټري ګل نواز اپرېدي د نومبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت يې غوښتنې منلې دي او دوی هړتال ختم کړی دی.

نوموړی وايي، حکومت دوی ته د پټرولو د یو لیټر په بیه کې ۹۹پېسې او د ډيزلو یو لیټر په بیه کې ۸۵ پېسې زیاتوالی کوي چې له دې سره به د دوی ګټه د درې روپۍ ۹۱ پېسو پر ځای څلور روپۍ ۹۰پېسې جوړېږي.

د ده په وینا، د حکومت لخوا منظوري به یې د نومبر له ۳۰مې مخکې راشي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ټېکسونو او بجلۍ نرخ کمولو لپاره د ټول پاکستان پټرول پمپونو اتحادیې هړتال

په پټرول پمپ ایسوسي ایشن کې په ټول پاکستان کې له ۱۳۰۰۰ او په خیبر پښتونخوا کې تر ۱۵۰۰ څخه زیات د پټرول پمپونو مالکان شامل دي.