یونېسف: افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي

یونېسف وايي، د ماشومانو د تعلیم لپاره باید ډېر نور کارونه هم ترسره شي. انځور- ارشیف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره "یونېسف" وايي، په تېرو درې میاشتو کې یې په افغانستان کې څه باندې یو لک او ۴۲ زره ماشومانو ته د زده کړې امکان برابر کړی دی.

دې ادارې د نومبر پر ۲۵مه په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په دې موده کې یې د ۵۳۵۰ ولسي ټولګیو ملاتړ کړی چې دغه شمېر ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې ویلي چې په افغانستان کې لاهم تر څلور میلیونو ډېر ماشومان چې تر نیمايي زیاتې یې نجونې دي، له ښوونځیو بې برخې دي.

یونېسف وايي، د ماشومانو د تعلیم لپاره باید ډېر نور کارونه هم ترسره شي.