افغانستان کې چاودنو یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې

د تخار ولایت چاواکي وايي، چاودنه مازیګر مهال تالقان ښار اړوند د ګولايي باغ په سیمه کې شوې. انځور- ارشیف

د افغانستان په تخار ولایت کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له کبله څلور ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د تخار ولایت د اطلاعات او فرهنګ مشر انصارالله انصار د نومبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې چاودنه مازیګر مهال تالقان ښار اړوند د ګولايي باغ په سیمه کې شوې.

نوموړی وايي، "نن د تالقانو ښار ګولايي باغ کې یوه ناچاوده سرګلوله په ماشومانو چې لوبې یې ورسره کولاې چاودلې ده. څلور تنه دا ماشومان شهیدان شوي او یو یې ټپي دی."

انصار د وژل شویو ماشومانو عمرونه د اووه او ۱۰ کلونو ترمنځ یاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې نن مازدیګر په کابل ښار کې هم یوه چاودنه وشوه.

د طالبانو ویاند مرستیال احمدلله وثیق د نومبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، چاودنه د کابل په کارته پروان سیمه کې په یوه موټر کې د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

د وثیق په خبره په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نومبر پر ۲۳مه هم د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې یوه رینجر موټر کې زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې دوه طالبان او درې ملکي وګړي ټپیان شوي ول.