ننګرهار کې داعشیان طالبانو ته تسلیم شوي

داعش وسله والو د ننګرهار د ملي امنيت رياست په انګړ کې د تسلیمۍ پر مهال: ۲۰۲۱، ۲۴م نومبر

د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډاکټر بشير د نومبر په درویشتمه نېټه د داعشیانو د تسلیمۍ پر مهال وویل، یادو وسله والو ته يې د دوی د مشر د حکم په اساس بښنه کړې او د قومي مشرانو په مینځګړیتوب يې د ځينو شرطونو پر بنسټ د دوی تسليمي منلې ده.

د ده په خبره داعشيانو ته يې په دې شرط بښنه کړې چې هغوی به تر دې وروسته هېڅ وسله وال فعاليت نه کوي، له داعش سره به اړيکه نه ساتي، او له يو ځای څخه بل ځای ته تر تګ وړاندې به ځايي امنيتي مسوولين خبروي.

نوموړی وړاندې وايي:(( ننګرهار کې ملي امنیت ته د قومي مشرانو په منځګړیتوب نیږدې سل داعش وسله وال تسلیم شول او دوی ته د اميرالمومنين د حکم پر اساس په مشروط ډول بخښنه شوې او همدارنګه له دوی د قومي مشرانو په منځګړیتوب ضمانت اخیستل شوی چې بیا به داعش ډلې ته نه ورګرځي.))

داعش وسله والو د ننګرهار د ملي امنيت رياست په انګړ کې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال په خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او ژمنې يې وکړې چې بيا به د داعش وسله والو لیکو ته نه ورګرځي.

د نجیب الله په نوم يو تن يې وايي: (( مونږ په تیرو کړنو ډیر پښمانه یو چې له داعش سره یو ځای شوي وو، اوس مونږ دحقیقت په درک کولو سره راغلو او له اسلامي امارت سره یو ځای شوو، زمونږ هیله له نورو داعشیانو هم دا ده چې راشي او دلته د طالبانو حکومت ته تسلیم شي.))

قومي مشران خوښ دي چې طالب چارواکو د دوی په منځګړيتوب یو شمېر داعش وسله والو ته بښنه وکړه. یو تن قومي مشر ميرا خان وویل: (( کوم داعشیان چې اوس طالبانو ته تسلیم شول دوی ټول د قومي مشرانو په منځګړیتوب راغلي او دلته تسلیم شوي دي او مونږ هم په قوم کې داسې یوه فیصله کړې که څوک له داعش سره یو ځای کیږي نو کور به یې سوځول کیږي او که چا ورسره مرسته وکړه، هغوی ته به هم سزا ورکول کېږي.))

د ملی امنیت ریاست د مالوماتو له مخې د قومي مشرانو په منځګرتوب به روانه میاشت کې شاوخوا ۳۰۰ داعش وسله وال ملي امنيت ته تسليم شي.