د پاکستان حزب اختلاف په پېښور کې د ګرانۍ ضد احتجاجي غونډه کړې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د حزب اختلاف اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ د نومبر پر دويېمه نېټه په پېښور کې د ګرانۍ پرضد احتجاجي غونډه کړې ده چې ورته د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د مسلم ليګ نواز يو مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او نورو سياسي مشرانو ويناګانې کړې دي. دوی د وزیراعظم عمران خان پر حکومت تنقيد وکړ چې په وينا يې د هغه د اقتصادي تګلاريو له کبله نن ګراني زیاته شوې او د دې هېواد اقتصاد د ګاونډيو هېوادونو په پرتله په ښکته روان دی. خو واکمن تحريک انصاف وايي چې د پخوانيو حکومتونو د اقتصادي تګلاريو له وجې په پاکستان کې ګراني ده.