افغانان کډوال وايي، ایران کې ورسره ناوړه چلند کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په وروستیو کې ایرانیو چارواکو له هېواده په زور د افغان کډوالو ایستلو بهیر ګړندی کړی دی. د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي، سږ کال تر یو میلیون زیات افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي. شړي شوي افغانان شکایت کوي چې ایرانیو چارواکو ځورولي دي. په خپلواکه توګه د کډوالو د دې دعوو تصدیق نه شي کېدای. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر افغانانو غږ کړی چې هلته ته دې نه ورځي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.