په ننګرهار کې چاودنې ۱۵ تنه ټپیان شوي

ځایي حکومتي سرچینې پېښه تاییدوي خو نور جزیات یې لا نه دي ورکړي.

د ننګرهار له سیمې یوې ځایي سرچینې د ډاډمن ځاني خوندیتوب په خاطر د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نن ماسپښین د جمعې د لمانځه پر مهال د سپین غر ولسوالۍ د تریلې سیمې په جامع جومات کې چاودنه وشوه چې د جومات د ملا امام په ګډون یې ۱۵ تنه لمونځ کوونکي ټپیان کړل.

د سرچینې په باور، باروت (چوونکي توکي) د جومات په محراب کې اېښودل شوي ول.

ځایي حکومتي سرچینې پېښه تاییدوي خو نور جزیات یې لا نه دي ورکړي.

د دې پېښې مسولیت لا چا نه دی منلی.