په خیبر ضلع کې د بلدیاتي انتخاباتو تیاریانې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خیبر ضلع کې هم د بلدیاتي انتخاباتو تیاری روان دی. د کلیو او چم ګاونډ کونسل غړي جوړېدولو او تحصیل چیرمین عهدې لپاره امیدوارانو ریټرننګ افسرانو څخه د نامزدګۍ پاڼې اخیستې دي. ټاکل شوې دا انتخابات به په لومړۍ مرحله کې د ډسېمبر پر ۱۹مه نېټه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې کېږي چې د یونین کونسلو په کچه به غیر سیاسي وي او د تحصیل چیرمین انتخاب به په سیاسي بنیادونو کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.