ټي۲۰ جهاني جام: اسټرالیا له ویسټ انډیز او انګلېنډ له جنوبي افریقا سره لوبه کوي

د کرکټ په نړیوال جام کې د هند او نیوزي لېنډ سیالۍ. انځور- ارشیف

د کرکټ ۲۰ اووریزه نړيوال جام سياليو کې د نومبر پر شپږمه اسټرالیا ویسټ انډیز او انګلېنډ جنوبي افریقا سره لوبه کوي.

تر دې وړاندې د نومبر پر پينځمه هند سکاټلېنډ ته په اتو وکټو ماتې ورکړه.

په دوبۍ کې شوې دې سيالۍ کې لومړی سکاټ لېنډ بېټنګ وکړ او ټول لوبغاړي يې په ۱۸ اوور کې وسوځېدل او يوازې ۸۵ رنزونه يې جوړ کړل. هند دا هدف په اووم اوور کې پوره کړ.

د نومبر پر پینځمه په شارجه کې شوې يوه بله لوبه کې نيوزيلېنډ نمېبيا ته په ۵۲ منډو ماتي ورکړه.

له ګروپ بي څخه پاکستان د کرکټ شل اووريز جام سيمي فاينل ته وتلی دی.

دا لوبې د اکتوبر پر ۱۷مه پیل شوي او د نومبر پر ۱۴مه به يې په دوبۍ کې پايلوبه کېږي.