بلېنکن: غني د طالبانو په مشرۍ حکومت منلی وو

(ښی-کین) مخکېنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د سږني کال د اګست پر ۱۵مه طالبان پر کابل واکمن شول او جمهوري نظام نسکور شو خو داسې ښکاري چې هغوی واک ته په زوره نه، بلکې د یوې هوکړې له لارې رسېدلي دي.

هغه هوکړه چې واک‌ یې طالبانو ته لېږداوه، له اوسنۍ بڼې جلا وه.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د افغانستان ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ورسره پر هغه پلان هوکړه کړې وه چې واک به د طالبانو په مشرۍ یو ټول‌ګډونه حکومت ته سپاري.

خو بلېنکن وايي، غني د دې هوکړې له عملي کېدو مخکې له افغانستان ووت.

بلېنکن له سي‌ بي‌ اېس سره خپله نوې مرکه کې وویل، غني دا ډاډ هم ورکړی وو، که طالبان دا کار و نه‌کړي، تر مرګه ورسره جنګېږي.

بلېنکن زیاتوي: "ما د شنبې په شپه له ولسمشر غني سره په ټیلیفون خبرې وکړې، پر هغه مې فشار راووړ، څو ډاډ ترلاسه کړم چې هغه د طالبانو په مشرۍ یوه نوي حکومت ته د واک د لېږد له هغه پلان سره موافق دی چې موږ یې د عملي کېدو هڅه کوو، هغه چې ټول‌ګډونه به وي او د افغان ټولنې ټول اړخونه به پکې شامل وي. هغه ما ته په ټیلیفون وویل، دی چمتو دی، خو که طالبان دا کار ونه‌کړي، د مرګ تر وخته ورسره جنګېږي، خو په سبا بې هغه له افغانستان ووت. زه له ولسمشر غني سره له څو اوونیو او میاشتو راهیسې بوخت وم."

خو د افغانستان ګوښه شوي ولسمشر محمداشرف غني د واک پرېښودو او له هېواده د وتو په اړه خپل پیغام کې چې وړاندې خپور شوی ویلي و، د وینې تویېدنې او د ویجاړۍ د مخنیوي په هدف‌ یې ارګ پرېښود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سقوط ته په اشاره وايي، هېڅ استخباراتي ادارې یې دا وړاندوینه نه‌ وه کړې چې په ۱۱ ورځو کې دې دا هر څه پېښ شي.

د طالبانو له‌خوا د ارګ نیول

خو انتوني بلېنکن د افغان حکومت له نسکورېدو سره سره، له دې هېواده د امریکايي عسکرو د وتو دفاع کوي او زیاتوي، هلته‌ یې خپل اهداف ترلاسه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، اوس‌مهال دوی نه‌ یوازې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستو، بلکې په دې هېواد کې د خپل ۲۰ کلن شتون په ارزونه بوخت دي.

د بلېنکن په خبره، امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې او ولسمشر بایډن دا ډاډ ترلاسه کړی چې نور د دوی بل نسل مجبور نه‌ دی چې افغانستان ته د جګړې لپاره ولاړ شي، هغه څه چې دی یې د خپل هېواد په ګټه بولي.

هلمند کې امریکایي عسکر د جګړې پر مهال

  • په افغانستان کې د امریکا اهداف څه و او ایا ترلاسه شوي دي؟

شنونکی عبدالباري عارض وايي: "افغانستان ته د امریکا د راتګ عمده اهداف دا وو چې القاعده به نابودوي، د نشه‌يي توکو ضد اغېزمنه مبارزه به کوي او د ډیموکراسۍ پر بنسټ، یوه ښه حکومتوالي به جوړوي چې په خبره‌ یې دا یو هم ونه‌شول."

له دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کېدو خبره تکرار کړې، خو ځینو سناتورانو او پخوانیو چارواکو بیا دا ادعا ننګولې او له افغانستانه‌ یې د ټولو امریکايي عسکرو ایستل د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ بللی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکبني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي ول، دوی غوښتل واک په داسې ډول ولېږدوي چې هېڅ بنسټ ونه‌نړېږي او تر خوا یې د یو ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته لار خلاصه شي.

زلمي خلیلزاد هم ویلي و، دوی غوښتل واک په داسې ډول ولېږدوي چې هېڅ بنسټ ونه‌نړېږي.

خو خلیلزاد هم ویلي، په ناڅاپي توګه د اشرف غني تګ دا پلان خراب کړ.

محمد اشرف غني بیا د دې نیوکو او له ده سره د واک د شریکېدو د پلان په اړه تر اوسه څه نه‌ دي ویلي.