بدرمنیر له غربته تر شهرته

د پېښور په یوې سېنېما کې لګېدلی پوسټر

د پښتو فلمونو وتلی ستوری بدرمنیر په ۱۹۴۰ کال کې د خیبر پښتونخوا د سوات په مدین سیمه کې په یوې مذهبي کورنۍ کې نړۍ ته ستړګې غړولې وې.

هغه د پښتو د لومړي فلم یوسف خان شېربانو په ګډون له ۷۳۰ نه په زیاتو فلمونو کې کار کړی دی. په دغو فلمونو کې د پښتو ترڅنګ د اردو او پنجابۍ ژبې فلمونه هم شامل دي. بدرمنیر د ۲۰۰۸ز کال د اکتوبر په ۱۱مه وفات شوی وو.

حاجي اسلم خان د پښتو فلمونو په تاریخ یو کتاب لیکلی چې په ۹۰مه صفحه یې پکې د بدرمنیر سره د راډیو پاکستان پېښور لپاره ریکارډ شوې هغه مرکه هم خپره کړې چې په ۱۹۹۲/۹۳ز کال کې کړې وه.

په دغه مرکه کې بدرمنیر د ځان په اړه وايي: "زما نوم بدرمنیر دی، د پلار نوم مې سید یعقوب شاه دی. موږ میاګان سیدان یو. پلار مې د جومات امام و او زه په ۱۹۴۰ کال کې د مدین په شاګرام کلي کې پيدا شوی یم."

حاجي اسلم خان د پښتو فلمونو په تاریخ کتاب لیکلی

بدرمنیر په دغه مرکه کې وايي، خپل ښایسته کلی یې د غربت له وجې پرېښی و او په کراچۍ کې اول د ډوډۍ او بیا د نوم ګټلو کوششونه کول. هغه وايي، رکشه یې چلولې، د ټیکسي ډرایور و، دیاړي مزدري یې کړې او د اردو فلمونو د نامتو اداکار وحیدمراد په دفتر کې یې د خدمتګار په توګه هم کار کړی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بدرمنیر په اړه د مجلې ځانګړې ګڼه

هم هلته یې په اردو فلمونو کې واړه رولونه هم وکړل خو قسمت پرې هله مهربانه شو چې په کراچۍ کې عزیز تبسم او علي حیدر جوشي د یوسف خان شېربانو په نوم فلم جوړولو. په دغه فلم کې بدرمنیر هېرو واخېستل شو. دا فلم په ۱۹۷۰ کال کې ریلیز شو. ورپسې په ۱۹۷۲ کال کې د لاله سردار خان مشهور فلم اوربل په لاهور کې له جوړېدو وروسته ریلیز شو. ارواښاد بدرمنیر وايي، له هغې وروسته پرې د فلمونو باران شروع شو.

ډاکټر حنیف خلیل پښتانه په فلمي نړۍ کې نومې تحقیقي کتاب کې په ۳۹۴ یمه صفحه د بدرمنیر په اړه لیکي: "بدرمنیر په فلمي نړۍ ۳۷ کاله پاچاهي کړې، اولنی پښتو فلم یې ''یوسف خان شېربانو'' او وروستی فلم یې ''لیونی'' و چې په ۲۰۰۷ کال کې ریلیز شوی و."

د حنیف خلیل په وینا، بدرمنیر چې تر څومره اوږدې مودې پورې په پښتو فلمي نړۍ راج کړی، دا ویاړ بل کوم پښتون اداکار ته تر دې دمه نه دی په برخه شوی.

د ارشیف انځور

بدرمنیر په اولني فلم یوسف خان شېربانو کې د یاسمین خان سره کار کړی و. د دواړو جوړه ډېره مشهوره شوې وه او په سلګونو فلمونو کې دواړه له یو بل سره په فلمونو کې یو ځای ول. خو وروسته بدرمنیر د نورو ښځینه فلمي ستورو سره هم کار کړی و چې یوه هم پکې شهناز وه.

فلم سټار شهناز مشال راډیو ته وویل: "بدر صیب د یو ښه فلم سټار نه علاوه ډېر ښه انسان هم و. ما له هغه سره په ډېرو فلمونو کې یوځای کار کړی او هغه فلمونه خلکو ډېر خوښ کړي."

شهناز وايي، بدرمنیر په عام ژوند کې یو ساده باده انسان و. د جامو، میک اپ او ګیټ اپ دومره خیال یې نه ساتلو خو د سېنېما په سکرین به هغه لکه د شهزاده ښکارېدلو او خلکو به خوښولو. شهناز د روان کال د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په پېښور کې د ایران په خانه فرهنګ کې د ارواښاد بدرمنیر د ۱۳م تلین په غونډه کې هم موجوده وه. د تلین دا غونډه د بدرمنیر د مینه والو د یوې ټولنې ال پاکستان بدرمنیر فیډریشن په مرسته جوړه شوې وه. د غونډې په جوړولو کې د یو بل شخصیت لاس هم دی او هغه حاجي اسلم خان دی چې مخکې مو یې یادونه وکړه چې د پښتو فلمونو په تاریخ یې یو تحقیقي کتاب لیکلی دی.

بدرمنیر په عام ژوند کې یو ساده باده انسان و خو د سېنېما په سکرین به لکه د شهزاده ښکارېدلو
فلم ستورې شهناز

حاجي اسلم خان مشال راډیو ته وویل: "بدرمنیر د پښتو فلمونو د ښو وختونو هیرو پاتې شوی، له هغه وروسته پښتو فلمونه د هغه معیار پاتې نه شول. پښتنو د بدرمنیر سره ډېره زیاته مینه کړې، له هغه پرته به فلم هېڅ نه کامیابېدلو."

حاجي اسلم مشال راډیو ته دا هم وویل چې هغه د ارواښاد بدرمنیر پر ژوند یو ځانګړی کتاب هم لیکل غواړي، په کوم کې چې له هغه د پښتو فلمونو د دغه اتل لوبغاړي په اړه مستند معلومات خلکو ته وړاندې کوي.

دا هم وګورئ: د پښتو فلمونو د تاریخ په اړه مستند کتاب چاپ شو

حاجي اسلم خان په خپلو خبرو دا هم وویل چې د تلین غونډه د ال پاکستان بدرمنیر فیډریشن او بدرمنیر ویلفیر ارګنایزیشن لخوا جوړه شوې وه.

د بدرمنیر ویلفیر ارګنایریشن مشر محمد جاوید یوسفزي مشال راډیو ته وویل، له ۱۹۷۶ کال راهېسې د ارواښاد بدرمنیر سره نږدې پاتې شوی دی. هغه وايي د خیر ښېګړې د کارونو له لارې، د خلکو په زړونو کې د ارواښاد بدرمنیر د یاد شمعې بلې ساتل غواړي.

بدرمنیر د زړونو هیرو و او د هغه مینه وال ډېر زیات وو. ال پاکستان بدرمنیر فیډریشن یو بل تنظیم دی چې مشري یې شیرین زاده بدر په غاړه لري.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، د ۱۹۷۵ کال نه یې د ارواښاد بدرمنیر سره مینه پالله. هغه وايي د همدې مینې په اساس یې بیا وروسته د ال پاکستان بدرمنیر فیډریشن په نوم تنظیم په ۱۹۸۴ کال کې جوړ کړی و چې تر اوسه فعالیت کوي.

د پښتو فلمونو د دغه افسانوي هیرو بدرمنیر په اړه د نورو خبرو لپاره د دې پروګرام جولۍ تنګه ده خو که ژوند وو نو بیا په کومه بله موقع به پرې پوهان وغږوو. د هغه اروا دې ښاده وي.