د ننګرهار په سپین غره ولسوالۍ کې د یوه کور کوټې د چت پرېوتو په پېښه کې پینځه تنه وژل شوي دي.
د سیمې یوه قومي مشر سیال خان نن دوشنبې مشال رېډیو ته وویل چې پېښه بېګا شپه د سپین غره ولسوالۍ په ګردي سیمه کې د یوې کوټې د چت د راپرېوتو له امله رامنځته شوې چې پهکې د یوې کورنۍ پینځه غړي چې دوې مېرمنې او درې ماشومان پکې شامل دي، وژل شوي دي.
نوموړی وایي، پېښه د کوټې د زاړه چت له امله رامنځته شوې ده.