شمالي وزيرستان کې نور دوه کسان په هدفي بريد کې وژل شوي

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې حافظ ګل بهادر، ځايي وسله والې ډلې د روانې مياشتې له لومړۍ نېټې تر ۲۰مې پورې د ډزبندۍ اعلان کړی.

ځايي پوليس چارواکو او خلکو د نومونو نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د اکتوبر پر اتمه د تحصیل دته خېل په لنډ سېد اباد سيمه کې ناڅرګنده وسله والو د دې علاقې دوه اوسېدونکي شیر ایوب او ثنا خان په ډزو ووژل او بيا وتښتېدل.

پوليس وايي، د نامعلومه کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې روانې دي.

د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه هم په یاده سیمه کې ناڅرګنده وسله والو سجاد نومې ځوان په هدفي برید کې وژلی و.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ کې وسله والې ډلې د روانې مياشتې له لومړۍ نېټې تر ۲۰مې پورې د ډزبندۍ اعلان هم کړی دی.

د شمالي وزيرستان پوليسو په تېر وختونو کې په وار وار مشال راډیو ته ویلي دي چې په هدفي بريدونو کې د ککړو کسانو پرضد له امنیتي او استخباراتي ادارو سره په ګډه هلې ځلې کوي خو د دې باوجود ياد بريد په شمالي وزيرستان کې سږ کال تر دې دمه ۵۰مه هدفي حمله وه. پروسږ کال دغه شمېره ۴۶ وه.