فريد کاسی د افغان کډوالو دردوونکې کیسې ولې راټولوي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د طالبانو له خوا د اګست پر ۱۵مه نېټه د کابل له نيولو وروسته تر يو لاکه زیات کسان د پروازونو له لارې بهر هېوادونو ته کډه شوي دي او ګن شمېر کسانو بيا ګاونډی هېوادونو ته پناه وړې ده. دغه افغانان دغو هېوادونو ته نه يوازې سرپناه بلکې له ځان سره ډېره دردوونکې کيسې هم وړي دي. په کوټه کې ليکوال فريد کاسی کوټې ته د ورغليو دغو افغانانو کيسې راټولوي خو ولې؟ عبدالحي کاکړ له فريد کاسي سره ويډيويي مرکه کړې ده.