افغانستان کې د ښځينه موټر چلوونکو روزنيز مرکز تړل شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د ښځينه موټر چلوونکو يوازينی روزنيز مرکز په موقتي توګه تړل شوی دی. د مرکز مشره نيلاب درانۍ هڅه کوي چې مرکز بيا فعاله کړي خو طالب چارواکيو ورته ويلي چې د اوس لپاره د امنيت ضمانت نشي ورکولای. په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.