د خوست ولایتي روغتون د درملو له کمښت سره مخامخ دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست اوسېدونکي وايي، ولایتي روغتون د وسایلو او درملو له کمښت سره مخامخ دی. دوی وايي، خلک د اقتصادي ستونزو له وجې اوس هم روغتون ته ورځي. دوی وايي، د خپلو ناروغانو لپاره درمل له شخصي درملتونونو اخلي او ډېرۍ معاینې یا ټېسټونه هم له روغتونه بهر کوي. د خوست په لوی روغتون کې د اسانتیاو کمښت په داسې حال کې پیدا شوی چې طالبان د اګست په نیمايي کې پر افغانستان واکمن شول. طالبان وايي، په "نېږدې راتلونکې" کې به د روغتون مشکلات حل کړي. ویډیويي رپورټ.