له هغه وروسته چې امريکا ومنله چې له افغانستانه يې د ځواکونو تر ايستلو څو ورځې له مخه ۱۰ بېګناه ولسي وګړي وژلي، د بښنې نړيوال سازمان دا لومړۍ مثبت ګام بللی دی.
سازمان ويلي، امريکا بايد اوس د دې پېښې بشپړو، شفافو او بې طرفه پلټنو ته هوډ وښيې.
د لندن مېشت سازمان د کړکېچ د چارو لوړ پوړي سلاکار براين کاسټنر د سېپټمېبر پر ۱۷مه نېټه ويلي چې د امريکا له خوا دا اعتراف د کابل د وژنو په لړ کې د احستاب په برخه کې يو مهم ګام دی خو د ده په خبره نور هم ډېر څه شته چې بايد وشي.
د امريکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ په پلټنو کې معلومه شوې وه چې د اګست ۲۹مې ډرون بريد کې يو مرستندويه کارکوونکی او د هغه د کورنۍ نهه کسان وژل شوي ول.
ښاغلي کاسټنر ويلي چې هر هغه څوک چې ورباندې د دې مجرمانه کړنې شک دی بايد په عادلانه محاکمه کې سزا شي. د ده په وينا، د وژل شويو کسانو کورنۍ ته بايد بشپړ تاوان ورکړل شي.