طالبان باید د ټولشموله حکومت جوړولو ژمنه پوره کړي: عمران خان

عمران خان دا څرګندونې د سېپټمبر پر ۱۷مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې کړې دي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان وايي، طالبان باید د ټولشموله حکومت رامنځته کولو ژمنه پوره کړي. نوموړي زياته کړې چې په دې اړه يې د طالبانو له مشرانو سره خبرې پيل کړې دي.

عمران خان نن (د سېپټېمبر پر ۱۸مه) پر ټویټر ولیکل چې په دې اړه یې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له مشرانو او په ځانګړې توګه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم تفصیلي خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې، "په افغان حکومت کې مې د تاجک، هزاره او ازبک وروڼو د ګډولو لپاره له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي."

نوموړي له وړاندې پرون (د سېپټېمبر پر ۱۷مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې وویل چې ټولشموله حکومت جوړېدل په افغانستان کې د ثبات او د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره ضروري دی.

عمران خان وايي چې ۴۰ کاله وروسته په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو فرصت رامنځته شوی چې باید ضایع نه شي.

نوموړي زیاته کړې چې د سولې پر ضد له منفي پروپاګند څخه باید ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن د سېپټېمبر پر ۱۳مه د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټۍ ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې یو شمېر ګټې لري چې ځینې په کې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي.

د شانګهای همکاریو سازمان غونډه له هغه ۱۰ ورځې وروسته وشوه چې طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه په افغانستان کې د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ.

د هند وزيراعظم نريندر مودي بيا د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان وروستیو تحولاتو د امنیت او سولې په څېر د سیمې لویې ننګونې لا را برسېرې کړې دي.

نوموړي زياته کړه: "زه باور لرم چې د دې سیمې لویې ننګونې له سولې، امنیت او د باور له کموالي سره تړلي دي. لوی علت یې هم د تُندلاريتوب زیاتېدل دي."

مودي پرمخ وويل چې د شانګهای همکاریو سازمان باید پر دې موضوع د یوه لومړیتوب په څېر کار وکړي.
د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه پرون (د سېپټېمبر پر ۱۷مه) د اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېده.

په سرمشریزه کې د شریکو هیوادونو مشرانو په دې اعلامیه کې له ترهګرۍ، تندلاریتوب او مخدره موادو سره پر مبارزې او د امنیتي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.