امنيت راغلی خو ډوډۍ ولاړه: د کابل اوسېدونکي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوراک نړیواله اداره وایي، په افغانستان کې ۹۳ فیصده خلک د خوراک له کمي سره مخامخ دي. دغه اداره وایي د طالبانو له راتګ وروسته خلکو خپل روزګارونه وبایلل او اوس دومره پيسې نه لري چې ځانونو ته درې وخته ډوډۍ تیاره کړي. د خوراک د نړیوال پروګرام ترمخه دا حالات هلته د ماشومانو پر روغتيا ډېر منفي اثر کولای شي او باید دې مسلې ته پوره پام وکړل شي. په دې اړه نور حال د رويټرز خبري اژانس په ويډيويي راپور کې وګورئ چې فرخنده اسد پښتو کړی دی.