پر افغانستان د پیسو بندېدل به یې اقتصاد وځپي: يوناما

ملګري ملتونه وايي، ژر باید یوه داسې طریقه ولټول شي چې ورسره افغانستان ته د پیسو د لېږد بهیر پیل شي. انځور - ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی دی چې د پیسو د لېږد مخنیوی هغه هېواد او اقتصاد یې د پرزېدو له خطر سره مخامخوي.

ډېبرا لاینز د سېپټېمبر پر نهمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې طالبانو ته باید پر داسې مهال یو چانس ورکړل شي چې هغه بنسټپاله ډله له جګړو څخه د حکومت کولو پر لوري د ګامونو اخیستو هڅې کوي.

نوموړې ۱۵ کسیزې شورا ته وویل،"ژر باید یوه داسې طریقه ولټول شي چې ورسره افغانستان ته د پیسو د لېږد بهیر پیل شي چې د اقتصاد د ړنګېدو او ټولنیز نظم د ګډوډېدو مخه ونیول شي."

ډېبرا لاینز وايي، که پر افغانستان بندې شوې پیسې خلاصې نه شي نو اقتصاد به یې زښت وځپل شي.

د نوموړې په خبره،" که پر افغانستان بندې شوې پیسې خلاصې نه شي نو اقتصاد به یې زښت وځپل شي چې له وجې یې میلیونونه خلک د بېوزلۍ او لوږې ښکار کېدای شي او له هغه هېواده د 'کډوالۍ' لامل ګرځېدای شي."

طالبانو تېره میاشت پر داسې مهال په کابل کې غرب پلوه حکومت ړنګ کړ چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو له افغانستانه خپل سرتېري ایستل.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم افغانستان له وچکالۍ، د هېواد دننه د خلکو له بې کورۍ او له بشري بحران سره مخامخ وو.

دا هم وګورئ: نړیواله ټولنه دې د افغانستان لاسنیوي وکړي: قریشي

هغه مهال به بهرنیو هېوادونو د افغانستان د بودیجې تر ۷۵ سلنه زیاته برخه ورکوله چې هغه لړۍ پر هېواد د طالبانو تر کنټرول وروسته ودرېده.

امریکا د افغانستان بانک د شاوخوا ۱۰ اربه ډالرو شتمنیو زیاتره برخه کنګل کړې ده چې د هغه هېواد پر نویو واکمنانو یې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.