په کابل کې له تاوتریخوالي او هوایي ډزو سره مل لاریون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کابل کې طالبانو د سلګونو لاریون کوونکو د خورولو لپاره له هوایي ډزو استفاده وکړه.له لاریون کوونکو سره د تاوتریخوالي په ګډون د خبریالانو د وهلو ټکولو راپورونه هم ورکول شوي دي. دا لاریون څو ساعت وروسته له هغه پیل شو چې د "مقاومت د ملي جبهې" مشر احمد مسعود له خلکو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې دې ملي پاڅون وکړي. که څه هم طالبانو د لاریون کوونکو او خبریالانو سره تاوتریخوالی رد کړی خو پر ټولنیزو رسنیو چې کومې ویدیوګانې د لاریون کوونکو له خوا خپرې شوي په کې له لاریون کوونکو سره فزیکي چلند او د ډزو غږونه اورېدل کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.