تمه ده چې امریکا ۵۰ زره افغانان قبول کړي

د امریکا د کورني امنیت وزیر الېجاندرو مایېرکاس د سېپټېمبر پر درېيمه ویلي، دا لا نه ده معلومه چې نور څومره افغانان به امریکا ته ورځي او دغه به نور څومره وخت اخلي.

تمه ده چې امریکا ۵۰ زره افغانان قبول کړي. د امریکا د کورني امنیت ادارې مشر ویلي چې دا د امریکا د هغه ژمنې برخه ده چې پکې ویل شوي، دوی به له هغو افغانانو سره مرسته کوي چې په افغانستان کې يې له امریکایي سرتېرو سره کار کړی دی.

په لسګونه زره افغانان له وړاندې تر امنيتي پروسې وروسته امریکا ته رسېدلي دي او د امریکا په پوځي اډو کې دا وخت ژوند کوي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر الېجاندرو مایېرکاس د سېپټېمبر پر درېيمه ویلي، دا لا نه ده معلومه چې نور څومره افغانان به امریکا ته ورځي او دغه به نور څومره وخت اخلي، خو نوموړی زیاتوي چې امریکا به خپلې ژمنې پوره کوي.

مایېرکاس دا هم وویل چې له افغانستانه وتلي ځېنې داسې کسان هم دي چې په درېيمو هېوادونو کې د ناسمو معلوماتو له وجې ایسار کړل شوي دي خو نوموړي يې په اړه نور تفصیل ورنکړ.

د هغو افغانانو په اړه لا هم څه معلومات نشته چې په بهرنیو ټرانزيټي ځایونو کې له امنیتي مسلو سره مخامخ شوي دي.

هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره کار کړی او ژوند یې په خطر کې دی، د مهاجرت خصوصي ويزې ورکړل شوي او ځینو ته چې په امریکا کې د ژوند کولو پلان لري، د دغه ويزو ورکولو عمل لا روان دی.