چمن ته اوښتي افغان کډوال د مرستو غوښتنه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدووروسته سلګونه افغان کډوال چمن ښار ته اوښتي دي. يوشمېر کډوالو غوښتل چې د بلوچستان نورو سيمو ته ځانونه ورسوي خو چارواکو راګرځولي او په چمن کې يې په يو موقتي کېمپ کې ځای پر ځای کړي دي. دغه کډوال هلته د اسانتياوو له نيشتوالي سر ټکوي. په دې اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي په ويډيويي راپور کې وګورئ.