له افغان پولې سره د روس، ازبکستان او تاجکستان پوځي مشقونه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

روس وايي چې له ازبکستان او تاجکستان سره په ګډه د افغانستان له پولې سره نېږدې یې شپږ ورځني پوځي مشقونه پیل کړي دي. په تاجکستان کې دغه پوځي تمرینونه د اګست له پنځمې نېټې نه تر ۱۰مې پورې په داسې حال کې کېږي چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو له پيل راهیسې هلته جګړې زور نیولي او طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي دي. نور تفصیل په دې ویډیو کې. ویډیو: رویټرز