سپین بولدک په جنګ نه دی مات شوی نو بیا ولې خلک ووژل شول: محمود خان اڅکزی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اګست پر دویمه نېټه په چمن کې د عثمان خان کاکړ د وژنې پرضد راجوړې شوې یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان په روانو حالاتو اندېښنه ښودلې او سپین بولدک کې یې د عامو افغانانو وژنه وغندله. اڅکزي زیاته کړې په افغانستان کې امن په ټوله سیمه کې د امن سبب ګرځېدای شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د غونډې نور حال نعمت الله سرحدي په دې رپورټ کې وګورئ.