ماشوم ته د مور شیدې ورکول څه ګټه او نه ورکول یې څه تاوان لري؟

پوهان وايي، تر لومړیو شپږو میاشتو پورې باید ماشوم ته یوازې د مور شیدې ورکړل شي - انځور له ارشیفه

د اګست لومړۍ اوونۍ په نړۍ کې بچیو ته د مور شیدو ورکولو اهمیت ته ځانګړی شوې ده. د دې اوونۍ لمانځلو مقصد د ماشوم ښه صحت لپاره ګامونو پورته کول ، تر پیدایش وروسته یې د مړینې کچې راکمول او د هغوی د ودې نه کولو مخنیوی کول دي.

د صحت نړیواله اداره وايي پکار ده چې ماشوم ته تر پیدایش وروسته د شپږو میاشتو لپاره یوازې د مور پۍ ورکړل شي. روغتیاپالان وايي د مور شیده د ماشوم بهترینه غذا ده چې د ډبو یا غوا پۍ هغه غداییت نه شي پوره کولای.

ورلډ الاینس فار بریسټ فیډینګ یا ماشومانو ته د مور شیدې ورکولو لپاره یو نړیوال تنظیم دی چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو له ادارې ( یونیسیف) سره په شریکه د دې لپاره کار کوي چې څنګه میندې وهڅوي چې خپلو بچیو ته شودې ورکړي.

د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او) وايي، د ماشوم تر زوکړه وروسته په یوه ګنټه کې دننه باید ورته د مور پۍ ورکول پیل شي.

ماشوم ته شودې ورکول نه یوازې د دې ماشوم بلکې د مور صحت لپاره هم ګټه ورې دي
ډاکټر صبا خان

اداره لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره ماشوم ته یوازې د مور شیده ورکول ضروري بولي. یاني اوبه او نور هر قسمه خواړه دې ورته په لومړیو شپږو میاشتو کې ور نه کړل شي.

په پېښور کې د ښځو د مرضونو ډاکټره صبا خان وايي د مور شودې نه یوازې د ماشوم بلکه د مور صحت لپاره هم ګټه ورې دي نو پکار ده چې د څه مودې لپاره ماشوم یوازې دغه پۍ وڅکي.

دې وویل، "د سینې او رحم سرطان او د ښځو ډېرو ناروغیو امکان کم شي کله چې یوه ښځه ماشوم ته خپل پۍ ورکړي. دغه شان د ماشوم تر زوکړه وروسته د هغوی د هاضمې کمزوري نظام لپاره د مور شیده ډېر ښه وي او په څکلو سره کار شروع کړي. د ډبو، یا بوتل یا بل قسمه پۍ د مور د شیدو په شان کار نه شي کولای."

ډاکټره صبا وايي چې تر شپږو میاشتو وروسته ماشوم ته نور نرم خواړه ورکول کیدای شي خو تر هغې مخکې د ماشوم د غذاییت ذریعه باید د مور پۍ وي.

د اسلام اباد په پمز هسپتال کې ډاکټرې شهلا مندوخېلې مشال راډيو ته وویل چې کومو ماشومانو ته په باقاعدګۍ سره د مور پۍ ورکول کیږي هغوی په ذهني لحاظ سره هم ښه وده کوي او تر هغو ماشومانو هوښیار وي چا چې د مور شودې نه وي څښلې.

دې وویل، "باید چې هره نیمه ګنټه وروسته ماشوم ته د مور شوده ورکړل شي ځکه چې په هغې سره د ماشوم د مغزو د ګلوکوز کچه برابره وي. ډېرې ښځې وي چې وايي بچې مې ټوله شپه ویده وي او چې زه پاڅم نو راسره پاڅیږي. خو دا د دوی ډېره بې وقوفي ده چې پوره شپه یې ماشوم وږی ساتلی وي. د ماشوم خو ډېره وړه مېده وي. شیده د هغه هره نیمه ګنټه پس پکار وي. کومو ماشومانو ته چې د مور پوره شیده ملاو وي د هغوی د مغزو د ګلوکوز لیول برابر وي او هغوی ډېر هوښیار یا نابغه وي."

د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون کې دوه ماشومان تر زېږېدنې وروسته بستر دی - انځور له ارشیفه

ډاکټره صبا وايي چې په مور کې د پیو د کمي له وجې ډېری ښځې یا د ډبو شیدو استعمالولو ته یا د غوا پیو ورکولو ته مخه وکړي خو هغه شیده د مور د پيو په شان غذاییت نه لري.

دې وویل، "ځینې ښځې وي چې د هغوی پئ نه راځي، سم خوراک نه اخلي یا یې هارمون غیرمتوازن وي، بیا چې هغوی خبر شي چې پۍ یې پوره نه دي نو پر ځای د دې چې علاج یې وکړي، هغوی د ډبي پۍ یا د غوا او میښې پۍ استعمالول شوروع کړي نو هغې سره په ماشومانو او ان تر دې چې ښځو کې هم د معدې او نورې ناروغۍ پیدا کیږي."

کومو ماشومانو ته چې په باقاعدګۍ د مور پۍ ورکول کیږي هغوی په ذهني لحاظ هم ښه وده کوي
ډاکټره شهلا مندوخېله

د ډاکټرې صبا په وینا، که څه داسې مسله وي هغوی دې د هغې لپاره دوايي واخلي او داسې دارو شته چې ورسره د ښځو شیده سېوا شي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۸م کال د غذاییت قامي سروې - نیشنل نیوټریشن سروې - شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې ۴۸.۴ فیصده ښځې د شپږو میاشتو لپاره خپلو بچیو ته یوازې خپل پۍ ورکوي.

د سروې تر مخه د پاکستان د نورو برخو پرتله په خیبر پښتونخوا کې دغه شرح تر ټولو زیاته یاني 60.8 فیصده ده.

د سروې شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۱م پرتله په پاکستان کې ماشوم ته د شپږو میاشتو لپاره او وروسته هم ورته د دغو پیو د جاري ساتلو شرح په ۲۰۱۸م کې ښه شوې خو دغه رجحان یو شان نه دی پاتې شوی.

دغه شرح په کال ۲۰۰۱ کې ۵۰ فیصده وه، په ۲۰۱۱م کې ۳۷.۷ فیصده ته راټیټه شوه او په ۲۰۱۸م کې ۴۸ فیصده ته لوړه شوه.

په پېښور کې یوه خبریاله زینت خان یو له هغو کارکوونکو ښځو ده چې د ماشوم تر زوکړه وروسته یې و نه کړای شو چې کار ته دوام ورکړي.

دا وايي د شپږو میاشتو ماشوم یې دفتر ته له ځان سره بوتلو خو هلته د ماشوم د مړولو لپاره د یو ځانګړي ځای څه سهولت نه و او ورته وویل شول چې له ماشوم سره کار نه شي کولای.

دې زیاته کړه، "ما له خپله کاره ځکه استعفی ورکړې وه چې زموږ په ټولنه کې د میندو او ماشومانو د قبلولو ګنجایش نشته. هر کال په میلیونونو ډالرې د بریسټ فیډنګ په مشهورتیا خرڅېږي، فنډونه راځي، کمپاینونه کېږي او وايي چې موږ بریسټ فیډنګ ته وده ورکوو. حقیقت که موږ وګورو نو په دفترونو کې، صحت محکمو کې او نورو ځایونو کې د میندو لپاره د ماشوم د ساتنې لپاره کوم ځای نشته."

زینت مشال راډيو ته وویل، پکار ده چې یوازې د کمپاینونو تر حده نه بلکه حکومت دې په عملي توګه په دفترو کې کارکوونکو ښځو ته سهولتونه ورکړي څو هغوی خپل کار هم جاري و ساتلای شي او د بچیو د ساتنې هم خیال وساتل شي.

روغتیايي ماهرین وايي چې هغه میندې چې ماشوم ته خپل شوده ورکوي او هغه ماشومان چې د مور شیدې یې څښلي وي، زیات صحت مند وي.

دوی وايي چې پکار ده حکومت د هغو ښځو ملاتړ او کومک وکړي چې د مختلفو وجوهاتو له وجې خپلو بچیو ته خپلې شیدې نه شي ورکولای.

دوی وايي حکومت باید د ماشومانو د مړینې کچې د راټیټولو په مقصد د هغوی د ښه غذاییت لپاره ګامونه واخلي.

په لاهور کې یوه نرسه نوی زېږېدلی ماشوم بستروي - انځور له ارشیفه

د پاکستان پلاننګ کمېشن د وفاق په سطح د پالیسي جوړونې کار کوي. د هغې سیکرټریټ د پلاننګ او سپیشل انیشیټیو وزارت دی چې اقتصادي او تکنیکي برخې لري.

د نیوټریشن یا د غذاییت څانګه له ۱۹۷۴م کاله راهیسې تر تکنیکي برخې لاندې کار کوي. په دغه څانګه کې اسسټنټ چیف نیوټریشن نرګس حیات د جولاۍ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وویل چې حکومت د ماشومانو د مړینې سطحې د راټیټولو او د هغوی د ودې نه کېدو مخنیوي لپاره پر کارونو لاس پورې کړی چې دوی د پالیسي جوړونې او پلاننګ په برخه کې خپلې سپارښتنې کوي.

په یوې صحت مندې او کمزورې مور کې د پیو معیار یو شان وي. ضرورت یوازې دې ته وي چې ماشوم په کوم پوزیشن کې شیده څښي
ډاکټره شبینه رضا

نوموړې وویل، "حکومت په بشپړ ډول ژمن دی، وزیراعظم عمران خان هم په دې کې دلچسپي لري او وايي چې په نیوټریشن یا غداییت کار پکار دی، په تېره د پنځو کالو نه کم عمر لرونکو ماشومانو. په هغې کې بیا خوامخوا بچیو ته د مور شیدې ورکول شامل دي."

نرګس حیات وویل چې په دې کې د ماشومانو پر ابتدايي نشوونما کار روان دی او دوی پکې مور هم شامله کړې ده.

نوموړې زیاته کړه، "پاکستان ملټي سیکټورل نیشنل نیوټریشن سټراټيژي جوړه شوه او کار ورباندې پیل شوی. د هغې پر ایکشن پلان موږ اوس کار کوو. له هغې سره اړوند پاکستان ډایټري ګاییډ لاینز فار بیټر نیوټریشن دی. په هغې کې عامه پوهاوی شامل دی چې د مور پۍ ماشوم لپاره ولې ضروري دي."

په پاکستان کې د نیوټریشن انټرنشنل په نوم د یوې غیرسرکاري ادارې مشرې او د خیبر پښتونخوا د صحت د محکمې پخوانۍ جنرل ډایریکټرې ډاکټرې شبینه رضا مشال راډيو ته وویل دا تصور کول سم نه دی چې یوه ښځه د غربت له امله پوره پۍ نه لري.

د دې په وینا،‌ په یوې صحت مندې او کمزورې مور کې د پیو معیار یو شان وي. ضرورت یوازې دې ته وي چې ماشوم په کوم پوزیشن کې شیده څښکي.

نوموړې وویل، "دوی وايي چې ماشوم ژاړي او مړیږي نه ځکه چې مور کمزورې وي. اصل وجه دا وي چې دوی ماشوم په سینه سم نه اچوي. ماشوم ژاړي او دوی وايي چې هله شابه، بوتل راوړه ډبی راوړه نو خاوند یې په منډه راوړي."

د ډاکټر شبینې رضا په وینا، پۍ هله جوړیږي چې کله ماشوم سینې ته واچول شي او هغه پۍ وروي او چې ماشوم پۍ وروي نو په هغې سره پۍ جوږیږي.

د دې په وینا، دا یوه داسې مشینري ده چې څومره ماشوم پۍ راڅکي نو ورسره هغه هغومره نور جوړیږي، لکه څومره چې غوښتنه وي نو هغومره ورسره ترسیل وي.

نوموړې زیاته کړه، "دا شیده له مخکې نه وي پراته بلکه په هم هغه ساعت جوړیږي، نو خبره دا وي چې ماشوم په سینه څرنګه اچول کیږي او بل دا چې مور پراعتماده وي، هغه دا نه وايي چې په ما کې پۍ نشته."

ډاکټرې شبینې رضا دا هم وویل چې حکومت د - پروټیکشن اف بریسټ فیډنګ اینډ نیوټریشن اف چایلډ ارډینسس ۲۰۰۲ - په نوم قانون د عملي کولو ژمنتیا لري خو د دې تر څنګ د ښځو د ښه خوراک، ارام، نفسیاتي، معاشرتي او نور ملاتړ ته هم ډېر ضرورت دی.

د هغې په خبره بدلون یوازې هله راتلای شي چې حکومت یې هوډ ولري، د ولسي روغتیا نظام مضبوط شي او میډیا هم د ولس په پوهاوي کې خپل رول ولوبوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په نړۍ کې په پیدا کېدونکو پنځو کې دریو ماشومانو ته د زېږېدو یوه ګنټه کې دننه د مور شیده نه ورکړل کیږي.