افغانستان وضعیت د پاکستان پښتنون سيمو پر سیاست اغېز؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتو بهير له پيلېدو سره سم په دې هېواد کې تشدد زيات شوی او وسله والو طالبانو يوشمېر سيمې نيولي چې پکې ځینې ورڅخه افغان ځواکونو بیرته اخيستې دي. د طالبانو له خوا د سيمو نيول او د تشدد زياتېدنې په پاکستان کې هم سياست ګرم کړی دی. په دې وروستيو کې د افغانستان د وضعيت په اړه د مذهبي ګوند جميعت غلما اسلام او عوامي نېشنل ګوند ترمنځ د سختو بیانونو تبادله شوې ده. ايا د پښتنو په سيمو کې د فعالو مذهبي پارټيانو او پښتون ملتپالو ترمینځ يوځل بيا د بيانيې جګړه شديده شوې ده؟ د مشال تر رڼا لاندې کې دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي.