د عراق په سرښار بغداد کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي او شااوخوا ۵۰ نور یې ژوبل کړي دي.
په وژل شوېو کې ۸ مېرمنې او ۷ ماشومان شامل دي.
چاودنه د جولای پر ۱۹مه شپه د بغداد په ختېځ صدر ښار کې له ګڼې ګوڼې ډک هغه مارکیټ کې شوې چې خلکو پکې د اختر لپاره سودا کوله.
د عراق ولسمشر بحرام صالح د شیعه میشتو په سیمه کې شوی دا برید ناوړه جنایت بللی دی.