د دليپ کمار ژوند او فن: ډېری اداکارانو به د هغه غوندې د اداکارۍ کولو هڅې کولې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جولای پر اوومه نېټه د هند وتلی فلمي ستوری دليپ کمار مړ شوی وو. هغه په خپل شاوخوا ۵۰ کلنۍ فلمي دوره کې په نږدې ۶۰ فلمونو کې کار کړی وو. دليپ کمار په پېښور کې زېږېدلی وو او په ۱۹۳۰ز کال کې د اته کالونو په عمر له خپلې کورنۍ سره د هند ممبۍ ښار ته کډه شوی وو. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه د دليپ کمار ژوند او فن ته ځانګړی شوی دی.