ډېره اسماعیل خان: چاودنې څلور عسکر ژوبل کړل

دا پېښه نن د جولای پر درېیمه سهار په کولاچۍ سیمه کې شوې ده.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په ډېره اسماعیل خان کې چاودنې د هغوی څلور عسکر ټپي کړي دي.

د یو لوړپوړي امنیتي چارواکي په وینا، دا پېښه د جولای پر درېیمه سهار په کولاچۍ سیمه کې شوې ده.

د دوی په وینا، بل پلو یې د جولای پر دویمه له پولیسو سره په شریکو عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان دوه غړي وژلي دي.

د وسله والو له خوا تر اوسه د پاکستانیو امنیتي چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویل شوي.