د افغانستان حکومتي عسکرو يوه بله ډله له هغه وروسته د تاجکستان پولې ته اوښتې چې طالب وسله والو د هېواد په شمال کې خپلې حملې زیاتې کړې دي.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو د جون په ۲۷مه ويلي چې د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ په چوک بازار کې د افغان عسکرو د یوې پوستې تر نیول کېدو وروسته ۱۷ افغان عسکر د دوی خاورې ته وراوښتي دي.
د تاجکستان سرکاري ميډیا خاور د راپور له مخې تاجک پوله ساتونکو د بشري او د ښه ګاوڼديتوب د اصولو له مخې افغان سرتېرو ته په ازادانه توګه هغه هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړه. تر دې وړاندې ازبکستان ته هم د افغان عسکرو او ایتلافي ملېشو یوه ۵۳ کسیزه ډله اوښتې وه.
په دې نيږدو څو هفتو کې وسله والو طالبانو په داسې حال کې د حکومتي سرتيرو نه ګڼې ولسوالۍ نيولي دي چې د امریکا په مشرۍ کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ستنېږي،
امریکا د خپلو ټولو ځواکونو د وتو نيټه د روان کال د سيپتمبر ۱۱مه ټاکلې ده.
بلخوا یوه لوړ پوړي پولیس چارواکي مشال رادیو ته ويلي دي چې د جون پر ۲۷مه طالب وسله والو په ميدان وردګ ولايت کې تر ۵۰ زیات عسکر نیولي دي.
د بدخشان چارواکي وايي، د دغه ولایت پر څلورو ولسوالیو یې د وسلهوالو طالبانو حملې پر شا تمبولې دي.
د بدخشان والي احمد بشیر صمیم، مشال رېډیو ته وویل، وسلهوالو طالبانو تېره شپه له څو لورو د تیشکان، جرم، بهارک او کشم ولسوالیو د نیولو لپاره حملې پیل کړې.
والي وايي، د طالبانو دغه حملې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوې دي.
د بدخشان والي په دغو عملیاتو کې وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کوي، خو د وژل شویو شمېر یې په ډاګه نهکړ.
وسلهوالو طالبانو د دې موضوع په اړه رسماً تبصره نهده کړې.