د امریکا ولسمشر جو بایډن به په څو ورځو کې دننه هغه پلان اعلان کړي چې له مخې به یې دغه هېواد نورو ملکونو ته د کورونا ۸۰ میلیون واکسین ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلینکېن وویل ښايي دغه پلان د جون تر درېمې اعلان شي.
بلینکین د جون پر دوهمه لاتیني امریکا ته د دورې پر وروستۍ ورځ د کوسټاریکا په سین هوزې کې د امریکا په سفارت کې د خبرو پر وخت وویل، دغه پلان به له کوویکس سره په همکارۍ جوړېږي.
کوویکس د ملګرو ملتونو هغه نوښت دی چې غریبو هېوادونو ته په منصفانه ډول د کورونا وایرس واکسینو رسول یقیني کوي.
بلینکین د دغه پلان په اړه وویل چې کوم سیاسي اړخ نه لري.
جو باېډن د مې پر ۱۷مه یو پلان اعلان کړی و چې له مخې به یې امریکا کوویکس ته اضافي ۲۰ ميلین واکسین ورکوي. له دې سره د جون تر پایه په کوویکس کې د امریکايي واکسینو برخه ۸۰ میلیون ته ورسېده.