که وسله وال ټوپک لري، نو موږ قلم لرو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کابل د سیدالشهدا ښوونځي زده کوونکو هوډ ښوولی چې د مې د اتمې پر برید سربېره زده کړو ته دوام ورکوي. خو د زده کوونکو کورنۍ یې امنیت ته اندېښمنې دي. د مې پر ۱۶مه د ځینو زده کوونکو کورنیو د یوه پرېکړه لیک له لارې د ښوونځیو امنیت غوښتنه وکړه. چارواکي وايي، حکومت د ښوونځیو پر امنیتي پلان کار کوي. د مې پر اتمه په برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.